طالبانو د يوټيوب مشهور کارونکی اجمل حقيقي او د هغه همکاران نيولي

طالبانو ويلي، نيول شويو کسانو مقدساتو ته سپکاوی کړی.

د طالبانو د استخباراتو ادارې د یوې ویډیو په خپرولو سره د یوټیوب د مشهور کارونکي اجمل حقیقي او د هغه د همکارانو د نیولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دوی مقدساتو ته سپکاوی کړی دی.

په دغه ویډو کې چې دغې ادرې پرون سې شنبې خپره کړې، پکې ښکاري چې د اجمل حقیقي او د دوه مکارانو لاسونه زولانه دي او د کمرې د دوربین مخې ته ولاړ دي.

په دې ویډیو کې ښاغلی حقیقي اعتراف کوي چې په ویډیوګانو کې یې د اسلام مقدساتو ته سپکاوی شوی او له دې امله له طالبانو او د افغانستان له خلکو بخښنه غواړي.

خو تر اوسه دا نه‌ده څرګنده چې دغه ویډیو په څه ډول شرایطو کې ثبت شوې ده.

اجمل حقیقي د افغاني جامو طراح دی چې په یوټیوب شبکه کې کمیډي ویډیوګانې خپروي.

طالبانو له دې مخکې هم د توقیف شویو د بشري حقونو د یو شمېر فعالانو د اعتراف ویډیګانو خپرې کړې چې د بشري حقونو د بنسټونو انتقادونه یې راپارولي و.