ايران يوه تورن افغان ته د اعدام سزا اورولې

د ايران يوه محکمه

د ایران یوې محکمې هغه افغان وګړي ته د اعدام سزا اورولې چې په تېره اپریل میاشت کې د چړو په ګوارونو د دوو ایراني دیني عالمانو په وژنه او د یوه بل په ټپي کولو تورن و.

د ایران د قضا ویاند مسعود ستایشي نن په یوه خبري غونډه کې چې جریان یې په مستقیم ډول پر دولتي ټلوېزیون خپرېده وویل انقلابي محکمې تورن کس په اعدام محکوم کړی خو مدافع وکیل یې د استیناف غوښتنه کړې.

ایراني چارواکي ویلي دا برید یوه ۲۱ کلن ازبک افغان چې تندلاري سني نظریات یې درلودل د مشهد ښار په یوه زیارت کې ترسره کړی و، او له برید وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.