جرمني: طالبان پر ناسم لوري روان دي

د عکس ښي لور ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالېنا بایربوک او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي، نړیوال باید د طالبانو مشرانو ته ووايي چې پر ناسم لوري روان دي.

انالېنا بایربوک نن په اسلام آباد کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، نړیوال په هغو مسایلو کې چې په افغانستان کې روان دي ډېر لږ نفوذ لري.

مېرمن بایربوک زیاته کړه، چې طالبان د خپل هېواد د اقتصادي ګټو لپاره باید منطقي لارې غوره کړي، په داسې حال کې چې د دې په وینا طالبان دا کار نه کوي.

هغې په افغانستان کې د بشري بحران په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل، په دې کې د افغانانو هېڅ ګناه نه وه چې یې طالبانو یې حکومت نسکور کړ.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې همداراز یادونه وکړه، چې جرمني او پاکستان په ګډه هغه سیستم جوړ کړی چې په اساس یې هغه افغانان چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ و، د پاکستان له لارې جرمني ته انتقالېږي.

مېرمن بایربوک وویل، له ۱۴ زرو زیات دا ډله افغان کډوال په تېرو څو میاشتو کې جرمني ته لېږدول شوي دي.