د اقینې-اندخوی د ریل پټلۍ د پاتې برخې کار پیل شو

د اقینې-اندخوی د ریل پټلۍ

د اقینې – اندخوی د ریل پټلۍ پروژې کار له یوه کال ځڼډ وروسته له سره پیل شو.

د بلخ ولایت د ریل پټلۍ ریاست له لوری په خپره شوی خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اقینې – اندخوی له ۳۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ څخه چې ۲۹ کیلومتره یې تر تېر کاله رغول شوې وه، د پروژې پر پاتې برخه کار یې تېره ورځ له سره پیل شو.

د بلخ ولایت د ریل پټلۍ ریاست مسوولان وایي، د تېر کال تر اسد میاشتې د یادې پټلۍ له ۲۹ کیلو متره ډېره برخه رغول شوې وه، خو د سیاسي بدلونونو له امله یې د رغولو چارې درېدلې وې.

ټاکل شوې، چې د یادې پټلۍ پاتې برخه تر راتلونکې یوې میاشتې پورې جوړه او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د اقینې – اندخوی ریل پټلۍ د داخلي شبکې برخه ده، چې ټول ټال لګښت یې ۳۰ میلیونه ډالرو ته رسېږې.