د روسیې لپاره د امریکا سفیر جان سولیوان وایي، تمه نه شته چې د واشنګټن او مسکو اړیکې دې " په نږدې وخت کې" ښې شي.
د دغو دواړو هېوادونو اړیکې وروسته تر دې " نژدې د سړې جګړې وروسته حالت په څېر" خرابې شوې چې روسیې پر اوکراین بې دلیله یرغل پيل کړ.
د دغه یرغل له کبله امریکا او اروپایي ټولنې پر روسیې څو پړاوه بندیزونه هم ولګول.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین بیا د اوکراین جګړه د خپل تاریخ د عطف ټکی یادوي او وایي، هدف یې د امریکا د هژمون یا سلطې په وړاندې پاڅون یاد کړی دی.