د ملګروملتونو د ماشومانو صندوق، یونېسف وایي، په افغانستان کې ماشومان تر بل هر وخت اوس دې ته ډېره اړتیا لري چې ښوونځيو ته لاړ شي.
یونېسف پرون په یوه ټویټ کې د زده کړې لپاره د نړیوال مشارکت د مالي موسسې د مرستو په مننې سره ویلي، چې په دغو مرستو به په میدان وردګو ولایت د چټکې روزنې د یوه مرکز ملاتړ وکړي.
یونېسف دغه راز ویلي، چې د ټولو ماشومانو د زده کړې د دوام لپاره د پنځلس زره ټولنیزو مرکزونو ملاتړ کوي.
دا ډول مرکزونه د هغو ماشومانو لپاره چې ښوونځي ته له تلو محروم دي، په پام کې نیول شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په اکثرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخې کړای شوي دي.