د جرمني د بهرنیو چارو وزیره په اسلام اباد کې افغانانو سره ګوري

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره اننالینا بیربوک

ټاکل شوې چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې له هغو افغانانو سره وګوري چې د هېواد په مرسته یې جرمني او نورو هېوادونو ته د لېږدولو لپاره په هغه هېواد کې منتظر دي.

د جرمني د ډي پي آې خبري آژانس د راپورله مخې اننالینا بیربوک به پاکستان ته په سفر کې پر دې سربېره په اسلام اباد کې د جرمني د سفارت او د جرمني د نړیوالې همکارۍ د ټولنې له کارکونکو سره هم وګوري چې له میاشتو میاشتو راهیسې یې له خطر سره مخامخ د هغو افغانانو په ایستلو کې مرسته کړې چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هغه هېواد ته تللي یا تښتېدلي دي.

نوموړې دا ومنله، چې د افغانانو د تخلیې پروسه ورو پیل شوې وه او په دې پروسه کې یې د پاکستان رول هم مهم وباله.

اننا لینا بیربوک اسلام آباد ته له روانېدو مخکې پرون دوشنبې خبریالانو ته په برلین کې وویل، چې د دغې پروسې لپاره اسانه حل لارې نه شته او هیڅوک ترې راضي نه دي.

نوموړې زیاته کړه، چې په دې څلور ورځني سفر کې به چې پاکستان، یونان او ترکیې ته یې کوي، له چارواکو سره پر دې هم خبرې وکړي چې په څه ډول کېدای شي د افغانستان د خلکو ملاتړ وشي او په عین حال کې پر طالبانو فشارونه زیات شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزرات تېره اوونۍ ویلي وو، چې له اسلام آباده په اونۍ کې شاوخوا دوه سوه افغانان په چارټر الوتکو کې جرمني ته انتقالوي.