کابل کې د پاکستان سفارت: د ویزو لپاره ډېر غوښتنلیکونه سم نه دي ډک شوي

په کابل کې د پاکستان سفارت

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي د ویزو لپاره د افغانانو ډېر غوښتنلیکونه سم نه دي ډک شوي.

دا خبره یاد سفارت نن په یوه اعلامیه کې کړې او ویلي یې دي د ویزو په غوښتنلیکونو کې ځینې تېروتنې د دې لامل شوي چې اکثرې غوښتنې بیا کتنې ته وړاندې شي.

سفارت د پاکستان د ویزو له متقاضیانو غوښتي، چې د پاکستان د بلنلیکونو ټول جزییات په منظم ډول ولیکي څو یې په رڼا کې د ویزو پروسه مخته ولاړه شي.

د راپورونو له مخې د افغانانو لپاره د پاکستان ویزې په سختۍ ورکول کېږي او ګڼ محصلین او ناروغان له ستونزو سره مخ دي.