د پاکستان پوځ شمالي وزيرستان کې د ۷ وسله والو د وژلو ادعا کړې

انځور، د پاکستان پوځ

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان او د بنو په جانيخېلو کې یې د عملیاتو پر مهال ۷ وسله وال وژلي دي.

د پوځ عامه اړیکو څانګې ايي ایس پي ار پرون شپه ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې د شمالي وزیرستان په حسن خېلو کې یې په عملیاتو کې دوه او په جانيخېلو کې یې پنځه وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ داسې وخت د وسله والو د وژلو ادعا کړې چې د مې له مياشتې راهیسې د تحريک طالبان پاکستان او پاکستان حکومت ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.

دواړو خووا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په منځګړيتوب کابل ته له پاکستانه ورغلي ۵۰ کسیزه جرګې سره د خبرو د وروستي پړاو پر مهال هغه اوربند تر تر نامعلومې مودې هم غځولی چې مخکې د مې تر ۳۰مې شوی وو.