نايجريا: پر يوې کليسا بريد کې د ۵۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

نايجريا کې پر کليسا د بريد انځور

بېره کېږي، چې د نایجریا په جنوب لویدیځ کې به د ماشومانو په ګډون تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي.

څو تنه وسلوالو په اوو (Owo) سیمه کې د کاتولیک عیسویانو په یوه کلیسا کې پر عبادت کوونکو ډزې پیل کړې او منفجره مواد یې چولي.

په ولسي جرګه کې د سیمې یوه استازي ادیلیګبې تیمایلین (Adelegbe Timileyin) ویلي، په پېښه کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او د کلیسا مشر کشیش اختطاف شوی دی.

دا لا معلومه نه ده چې په دې حمله کې څوک لاس لري.

پېښه داسې وخت شوې، چې عبادت کوونکي پرون یکشنبه په کلیسا کې سره راغونډ شوي وو.