يو ۸۳ کلن جاپانی سړی پرته له دمې د سمندر له لارې له امريکا جاپان ته ورسېد

ارشيف

یو ۸۳ کلن جاپانی سړی له امریکا نه خپل هېواد ته د سمندر له لارې ورسېد او نوم یې د تر ټولو ډېر عمر لرونکي کس په توګه ثبت شو چې دا سفر یې په کښتۍ کې وکړ.

د ريپوټونو له مخې کینیچي هوري د روان کال په مارچ میاشت کې د امریکا له سان فرانسیسکو څخه په کښتۍ کې سفر پيل کړ او دوه میاشتې وروسته د ارام سمندر له لارې جاپان ته ورسېد.

هغه په دې سفر کې یوازې و او د نړۍ د تر ټولو ژور سمندر پر سر یې بې له کومې دمې سفر وکړ.