د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د نویو ځایونو د هدف ګرځولو ګواښ کړی دی.
پوتین پرون (د جون په پنځمه) د روسیې ۱ دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، که لویدیځ کییف ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو په ګډون پوځي مرسته ورکړي، د اوکراین هغه سیمې به په نښه کړي چې تر اوسه پرې برید نهدی شوی؛ خو هغه د کومې ځانګړې سیمې نوم وانهخیست.
روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین غیر موجه یرغل پیل کړ.
د راپورونو له مخې په دې جګړه کې چې له سلو ورځو زیاتې پرې ووتلې لسګونه زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور له خپلو کورونو او سیمو بې ځایه شوي دي.