د طالبانو حکومت کابل کې زرګونه کسان د جنايي جرمونو په تور نيولي

د کابل ولايت نقشه

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د دغه وزارت وياند عبدالنافع ټکور پرون (د غبرګولي ١٦مه) يوې خبري غونډې ته وويل، چې دا کسان ډېرى د جنايي جرمونو او نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.

د ټکور په وينا، له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه وسلې، مهمات او نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.