جوزجان کې د کار په بدل کې د غنمو وېش پروګرام پیل شو

د افغانستان په عمومي نقشه کې د جوزجان ولایت موقعیت

جوزجان کې د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام پیل شو.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي، د دې پروګرام له لارې به د جوزجان په ۱۰ ولسوالیو کې د اوبو کانالونو د پاکولو چارې پيل شي.

دا پروګرام چې تېره ورځ پیل شو، هر کارګر ته به د ورځني کار په مقابل کې لس کیلو ګرامه غنم ورکړي.

په جوزجان کې د کانالونو د پاکولو چارې د سیندیزې حوزې، کرنې او نورو سکتوري څانګو د ګډ کمېسیون لخوا څارل کېږي.