زرګونه افغان مېرمنې د روغتیا په برخه کې له ننګونو سره مخ دي

ارشیف

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې زرګونه بې‌ځایه شوې ښځې روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي.

دې سازمان په خپله ټویټرپانه لیکلي، د ښځینه روغتیایی کارکونکو د کمښت له امله ښځې او نجونې د کافي ملاتړ موندلو لپاره لا هم مبارزه کوي.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، دوی سږ کال د ۵زره څخه زیاتو مېرمنو ته د زېږون پر مهال خدمات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی کم شوی او تر خوا یې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې ګواښ زیات شوی دی.