افغان کرکټ لوبډلې له زېمبابوې لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه وګټله

د دواړو هېوادونو بله ۵۰ اووره مسابقه راروانه دوشنبه ده.

افغانستان پرون په پنځوس اووره مسابقه کې کوربه هېواد زېمبابوې ته د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

مسابقه افغانستان پیل کړه، چې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۷۶ منډې وکړې او مقابل ټیم ته یې د ۲۷۷ منډو هدف وټاکه.

زېمبابوې په داسې حال کې چې یوازې د ۲۱۶ منډو په کولو توانېدلی و، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د دواړو هېوادونو بله ۵۰ اووره مسابقه راروانه دوشنبه ده.