سمنګان کې د مزد له پروګرام څخه لسګونه کورنۍ برخمنې شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د سمنګان ولایت موقعیت

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په سمنګان ولایت کې د کار په بدل کې د مزد له پروګرام څخه ۲۷۵ کورنۍ برخمنې شوې دي.

دغې ادارې پرون په یوه لنډکۍ اعلامیه کې ویلي، دغه کورنۍ توانېدلي د کار په بدل کې په دې مزد سره خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې نیمايي وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.