پاکستان کې د ۱،۳ میلیونه افغان کډوالو د تاییدۍ پروسه بشپړه شوه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې، چې د افغان ثبت شویو کډوالو د تایید پروسه د دوی په شته اړتیاوو د ښه پوهاوي په هدف ترسره شوه.

په پاکستان کې د ۱،۳ میلیونه افغان راجستر شویو کډوالو د تاییدۍ پروسه بشپړه شوه.

دا کار د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یو ان اچ سي ار په همکارۍ ترسره کړ.

په دې تړاو په پاکستان کې د یو ان اچ سي ار استازولۍ په یوه اعلامیه کې پرون ویلي، چې له لسو کلونو راهیسې د افغان کډوالو په اړه تازه معلومات او اسناد نه وو ثبت شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې، چې د افغان ثبت شویو کډوالو د تایید پروسه د دوی په شته اړتیاوو د ښه پوهاوي په هدف ترسره شوه.

نږدې یو میلیون افغان کډوالو ته هم د کډوالۍ د زیرک کارتونو د ویش لړۍ بشپړه شوې ده چې شاوخوا یو کال نور وخت لري.

یو ان اچ سي ار ویلي، چې د کډوالۍ په زیرک کارتونو سره افغان کډوال اساسي خدماتو، تعلیم او نورو برخو ته اسانه لاسرسی پيدا کولای شي.