افغانستان د کرکټ د سوپرلیګ سیالیو په لړ کې نن زمبابوې ته ۲۷۷ منډې هدف وټاکه.
دا لوبه د زمبابوې په کوربه توب په هرارې سټډیوم کې روانه ده.
افغان ټيم د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ۵۰ اورونو کې ۲۷۶ منډې ترسره کړي.
په دې منځ کې د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۸۸ د رحمت شاه ۹۴ او په پای کې د راشدخان ۳۹ چټکې منډې د یادولو دي.
دا د زمبابوې او افغانستان د کرکټ ملي ټیمونو تر منځ د سوپر لیګ د دریو لوبو د سیریز اولنۍ سیالي ده.