کابل کې د ټي ټي پي او اسلام اباد ترمنځ مذاکراتو اندېښنې رامنځته کړي

د تحریک طالبان پاکستان غړي

د پښتنو د قومي ګوندونو یو شمېر مشرانو د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ په کابل کې د سولې ترسره شویو خبرو ته اندېښنه ښکاره کړه.

دغو مشرانو د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، چې دوی د دې خبرو غندنه کوي او دا اندېښنه لري چې دا د پښتنو پر خاوره یوې بلې جګړې ته لاره هواروي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین وایي: «موږ له جنګونو نه تنګ یو. د پاکستان حکومت دې زموږ په خاوره یو ځل بیا د جنګ تیاری نه جوړوي. موږ ته ښکاري چې دا معاهدې هسې د یو جنګ سبب ګرځي.»

د عوامي نېشنل ګوند یوه چارواکي هدایت الله بیا وویل، چې د دې خبرو په وخت باید ضمانتونه واخیستل شي او د پاکستان، افغانستان، ایران او چین په شمول ټول په کې ښکېل شي.

کابل ته له پاکستانه د تللې جرګې غړي او د خیبر پښتنخوا د حکومت ویاند محمد علي سیف پرون وویل، چې د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ تر نامعلومه مودې پر اوربند سلا شوې ده او ټاکل شوې ده چې د دوی جرګه د دوو اوونیو په ترڅ کې د سولې د خبرو په بل پړاو کې برخه واخلي.

له پاکستانه کابل ته پنځوس کسیزه تللې جرګه پرون بېرته پاکستان ته ستنه شوه.