له نورستان وروسته د کونړ په ځنګلونو کې هم اور لګېدلی

د نورستان یوه څنډه

د کونړ چارواکي د دې ولایت د چپې درې ولسوالۍ په ځنګلونو کې د اور لګېدو خبر ورکوي.

چپه دره د نورستان ولایت له نورګرام ولسوالۍ سره چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی، څېرمه پرته ده.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب الله حنیف بېګا آزادۍ راډیو ته وویل چې د سیمې اوسېدونکي د اور د وژلو هڅه کوي.

هغه وايي: "د چپې درې ولسوالۍ په دیګل سیمه کې اور لګېدلی دی. خلک ورغلي او تر یوه حده یې د اور مخه نیولې ده. دوهم اور له هغه وروسته په لوی خوړ کې لګېدلی دی. دا اور لاهم لګېدلی او خلک هڅه کوي چې مخه یې ونیسي او مړ یې کړي."

له بلې خوا د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور، چې سیمه ایزو چارواکو یې څېرمه ولایتونو ته د خپرېدو خبرداری ورکړی و، تراوسه نه دی مړ شوی. د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سمیع الحق حقبیان بېګا آزادۍ راډیو ته وویل چې هلته اور لاهم بلېږي، خو ښاغلي حقبیان په عین حال کې زیاته کړه چې د اور د مخنیوي لپاره چارچاپېر خندقونه کیندل شوي او د ده په وینا اور په سلو کې تر نوي پورې مهار شوی دی.