د اوکراين ولسمشر: اوکرايني ځواکونه له روسانو سره جګړه کې ځينې برياوې لري

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، اوکرایني ځواکونه د سیفیرودونتسک په ښار کې له روسانو سره په جګړه کې ځینې بریاوې لري.

زیلینسکي دا څرګندونې بېګا خلکو ته په خپله وینا کې وکړې.

هغه زیاته کړه، په مجموع کې د د دونباس په سیمه کې نظامي وضعیت، چې ده مخکې "ډیر ستونزمن" بللی و، نه دی بدل شوی.

پر اوکراین د روسیې له یرغل درې میاشتې تېرې شوې او له نړیوالو فشارونو سره سره لا هم روسيې د جګړې د درولو لپاره غاړه نه ده اېښې.