د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به د دغه ایتلاف په ختیځ کې د دوی د پراخ حضور شاهد وي.
سټولټنبرګ پرون د جون په دویمه له امریکایي ولسمشر سره تر کتنې وروسته له سپینې ماڼۍ بهر خبریالانو ته وویل: "دا زموږ دنده نهده چې پرېکړه وکړو یا پياوړي نظرونه ورکړو چې اوکراین دې څه قبول او څه شی قبول نه کړي، دا زموږ دنده ده چې له خپل حقه د دفاع په خاطر د هغوی ملاتړ وکړو، دا هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو په منشور کې يې یادونه شوې ده."
روسیې په تېره فبروي میاشت کې پر اوکراین بې دلیله یرغل پيل کړی چې لا هم له کومې ښکاره پایلې پرته دوام لري.