د جرمني پارلمان وایي، یو کمېسیون به یې له افغانستانه د تخلیې ماموریت وڅېړي.
قانون پوهانو په ورته وخت کې د یوه بل کمېسیون د جوړولو هم ویلي چې په وینا یې په افغانستان کې به د شل کلن حضور په اړه پلټنې وکړي.
د پارلمان غړو پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې دا دوه پلاوي به راتلونکې میاشت، د اوړي له رخصتیو مخکې جوړ شي.
جرمني له افغانستانه د تخلیې ماموریت پر مهال او له هغه را وروسته زرګونه هغه افغانان د کورنیو له غړو سره بیولي چې له دوی سره یې کار کړی وو.
د جرمني چارواکي وایي، اوس هم هره اوونۍ شاوخوا دوه سوه افغانان په چارتر الوتکو کې له اسلام اباده جرمني ته لېږدوي.