په شمالي وزیرستان کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو اووه پېښې ثبت شوي دي.
پاکستاني رسنیو تېره ورځ د دغه هېواد د روغتیا وزیر عبدالقدیر پټېل په حواله ویلي چې د وروستۍ پېښې قربانۍ يوه ۷ کلنه نجلۍ ده.
په نړۍ کې افغانستان او پاکستان یوازيني دوه هېوادونه دي چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ویروس ریښې پهکې پاتې دي.
افغانستان کې د سږ میلادي کال له پيله د ماشومانو د پولیو یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده.
په افغانستان او پاکستان دواړو کې اندېښنې دادي چې ممکن یو شمېر پېښې د ثبت له بهیر پټې پاتې وي.