کابل کې د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ترمنځ مذاکرات دوام لري

د کابل ولايت نقشه

په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان او د قبایلي جرګې ترمنځ د سولې خبرې نن د دویمې ورځې په مخ دوام لري.

د قبایلي جرګې یو مشر او د خېبرپښتونخوا پخواني والي شوکت الله نن ازادي راډیو ته تایید کړه چې دا وخت د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره د دوی د خبرو دریم پړاو روان دی.

اخوا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د قبایلي مشرانو یو پلاوی کابل ته ورغلی دی، خو نوموړي د سولې د خبرو په اړه نور معلومات ورنه‌کړل.

ځینو طالب سرچینو بیا ازادي راډیو ته د نوم نه ښوولو په شرط ویلي چې د طالبانو ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د پاکستاني پلاوي او د تحریک طالبان پاکستان له غړیو سره لیدلې او دواړه لورې یې اوربند ته هڅولي دي.

ویل کېږي چې په دغه ۵۰ کسیزه جرګه کې د ملاکنډ او قبایلي ضلعو مشران، پخواني حکومتي افسران، سناتوران او د پاکستان د پارلمان ځيني اوسني او پخواني غړي شامل دي.

د مې پر ۱۸مه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي ول چې دوی د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمینځ د سولې د خبرو منځګړتوب کړی او دواړه خواوې د مې تر ۳۰مې پورې پر اوربند سلا شوي دي.

هغه د اوربند د غځېدو هيله ښوولې وه خو د مې پر ۳۱مه د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني ازادي راډيو ته وويل چې په دې اړه لا پرېکړه نه ده شوې او په دې هکله نورو خبرو ته ضرورت دی.