پر مرستو د څار په موخه يو هندي پلاوی کابل ته تللی

ارشيف، د هند بيرغ

د وزارت په یوه اعلامیه کې نن راغلي چې یو پلاوی یې له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو په پروسه باندې د څار لپاره کابل ته لېږلی.

په اعلامیه کې د غنمو، درملو، واکسینونو او ژمنیو جامو په برخه کې د هند د بشري مرستو یادونه هم شوې چې په تېرو څو میاشتو کې افغانستان ته رسېدلي.

هند د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانستان سره د ژمنیو جامو ترڅنګ شاوخوا ۲۰ زره متریک ټنه غنم، ۱۳ ټنه درمل او د کرونا ضد واکسین ۵۰۰ زره دوز مرسته کړې ده.

تمه ده هندی پلاوی له طالب چارواکو سره د همدغو بشري مرستو په تړاو بحثونه هم ولري.

د تېر کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته هند هم د نورو هېوادونو په څېر په کابل کې خپل سفارت وتړو.

هند له پاکستان سره د طالبانو د نږدې اړیکو له امله د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره سړې اړیکې لري.