جرمني د عمومي ټرانسپورټ د ټکټ بيې ټيټې کړي

انځور - جرمني کې ټرانسپورټي خدمات

جرمني د انفلاسیون د منفي پایلو د کمېدو، د تېلو د بیې د زیاتېدو د مخنیوي او چاپېریال ته د زیان د کمېدو لپاره د عمومي ترانسپورت د ټکټ بیه ټیټه کړه.

له دې پرېکړې سره سم، د جرمني ټول وګړي په سږني دوبي کې د میاشتې د ۹ یورو په ټکټ د هېواد ټولو سیمو ته په نامحدود ډول سفر کولی شي.

له پرونۍ چهارشنبې څخه د دې ډول ټکټونو پلور پیل شو.

په دې ټکټ نه یوازې د جرمني هرې برخې ته سفر کېدای شي بلکې په ښارونو کې په بسونو، ټرمونو او میترو یا تر مځکې لاندې رېلګاډو کې هم سفر کېدای شي.

د دې پرېکړې له کبله به د جرمني په عمومي ترانسپورت فشار زیات شي او پرون (چهارشنبې) د دغه هېواد د ریلګاډو شبکې وویل چې تر اوسه پورې یې ۷ میلیونه میاشتني ۹ یورويي ټکټونه پلورلي دي.