افغانستان کې د بېوزلۍ له امله زرګونه ماشومانې لويانو ته واده کړی شوي

يو شمېر افغان ماشومانې

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو او په افغانستان کې د بېوزلۍ له اوج ته رسېدو وروسته شاوخوا ۱۲۰ زره افغان ماشومانې په پیسو ورکړل شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي، د بېوزلۍ له کبله نه یوازې ډېر شمېر ماشومان کار کولو ته اړ شوي بلکې په کم عمر لسګونه زره ماشومانې د پیسو په خاطر په لویانو واده شوي دي.

پرون د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي اعلان وکړ چې په روان جون میاشت کې شاوخوا ۱۸ ميلیونه افغانان خوړو ته فوري اړتیا لري.