له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دوام لري

يو شمېر افغان کډوال چې له ايران څخه ايستل شوي

په نیمروز ولایت کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست ريیس مولوي صدیق الله نصرت پرون (چهارشنبې) ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو دوو ورځو کې ۳ زره ۱۸ تنه له ایران څخه دې ولایت ته شړل شوي دي.

د مولوي نصرت په وینا، په دې کسانو کې ۳۶۷۰ مجردان او پاتې ۳۴۸ تنه د ۹۱متاهلو کورنیو غړي دي.

ایران له څو اوونیو راهیسې له خپلې خاورې د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی دی.

دا هېواد ادعا کوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته شاوخوا یو میلیون افغان کډوال د ایران خاورې ته اوښتي دي.