د پاکستان او سريلانکا د ښځينه کرېکټ لوبډلو ترمنځ سيالي پاکستان وګټله

د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبغاړې

دا لوبه چې نن د کراچۍ په ښار کې وشوه، پچه یې د سریلانکا لوبډلې وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه کړه چې په ۴۸ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۶۹ منډې وکړې.

د سریلانکا لپاره تر ټولې ډېرې یعنې ۴۹ منډې کاویشا دلهاري وکړې او د پاکستان لپاره غلام فاطمې څلور لوبغاړي او سعدیه اقبال او فاطمې ثنا دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان ښځینه لوبډلې په ۴۲ اور کې د سریلانکا ورکړی هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د پاکستان ښځینه لوبډلې لپاره سدرا امین ۷۶ او کېپتان بسیمې معروف ۶۲ منډې وکړې.

د یادونې ده چې تر دې مخکې د پاکستان او سریلانکا د ښځینه کرېکټ لوبډلو تر منځ شل اوریزې لوبې د پاکستان ښځینه لوبډلې ګټلې وې.