د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي دي، چې دا سیمینار د دوو ورځو لپاره جوړ شوی و چې د ۶ کلبونو ۳۶ لوبغاړو برخه پهکې اخیستې وه.
د هرات د هاکي فدراسیون مسول محمد شفیع صادق یار د دې سیمینار د جوړېدو هدف د هاکي لوبغاړو د مهارتونو لوړول ښودلي.
د یادونې ده چې په راتلونکې میاشت کې به د هرات د کلبونو ترمنځ د هاکي سیالۍ هم پيل شي.