د پاکستان د قبايلي سيمو د مشرانو پلاوی کابل ته رسېدلی

کابل کې د پاکستان سفارت

د پاکستان یوې سفارتي سرچینې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې دغه پلاوي ته په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هوایي ډګر کې ښه راغلاست ویلی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په دې پلاوي کې د وزیرستانونو، ورکزیو، کرمې، خېبر، مومند، باجوړ او ملکنډ په ګډون د بېلابېلو سیمو مخور شامل دي او د مشرانو جرګې یو پخوانی غړی مولانا صالح شاه یې مشري کوي.

د دوی هدف له پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره خبرې کول دي.

د افغانستان طالبان د دغو خبرو منځګړیتوب کوي.