د لويې جرګې په خېمه کې د ښځينه سوداګرو لخوا نندارتون جوړيږي

ارشيف

د افغان د ښځو شبکه وايي، د ښځو د سوداګرۍ د ودې لپاره په نېږدې ورځو کې د لویې جرګې په خیمه کې یو لوی نندارتون جوړېږي.

د دې شبکې مشرې ممتاز یوسفزۍ نن ازادي راډيو ته وویل، چې دا نندارتون د غبرګولي میاشتې په ۱۵مه د افغان سوداګرو د ټولنې لخوا جوړېږي.

نوموړې زیاته کړه چې د دې نندارتون د جوړېدو هدف د افغان ښځینه سوداګرو تولیداتو او محصولاتو ته بازارموندنه ده چې ډېرې سوداګرې مېرمنې به په‌کې ګډون وکړي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې د افغان ښځو شبکې ویلي وو، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د ښځینه سوداګرو د محصولاتو او تولیداتو لپاره په افغانستان کې بازار نشته او له دې امله دا سوداګرې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.