ترکيې افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

د ترکيې بيرغ

په کابل کې د ترکیې سفیر وایي چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې چیهاد ایرګینای دا ژمنه پرون د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د کتنې پر مهال وکړه.

د ترکیې سفیر دا ژمنه هم وکړه چې هېواد به یې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي.

امیرخان متقي وایي چې د دوی حکومت د ترکي سوداګرو د پانګونې لپاره په افغانستان کې هر راز زمینه برابرولی شي.