هره اوونۍ ۲۰۰ افغانان د پاکستان له لارې جرمني ته لېږدول کېږي

ارشيف

د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې افغانان په ځانګړیو چارتر الوتکو کې له اسلام اباده جرمني ته انتقالیږي.

دا خبرپاڼه چې پرون خپره شوه پکې راغلې دي چې یو شمېر افغانان بیا له ایرانه جرمني ته لیږدول کېږي.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، د طالبانو له دوهم ځلې واکمنۍ را وروسته یې تر اتلس زره او شپږ سوه ډېرو افغانانو ته چې له خطر سره مخامخ وو، ویزې ورکړې دي.