د تاجکستان چارواکي وايي، چې د ګورنو بدخشان په ناآرامه سیمه کې یې پنځه نور وسله وال وژلي دي.
له دې سره د دولتي ځواکونو په لاس د دې سیمې د وژل شویو اوسېدونکو شمېر ۲۶ ته لوړ شو، که څه هم د سیمې خلک وايي د وژل شویو کسانو شمېر تردې ډېر زیات دی.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې وویل، چې دولتي ځواکونو په روشن ولسوالۍ کې پنځه تنه تروریستان چې عمرونه یې د ۳۰ او ۵۳ ترمنځ دي وژلي.
په بیان کې د یوې تروریستي ډلې د مشرۍ په شک د یوه کس د نیولو خبره هم شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت دا هم ویلي، چې د افغانستان سرحد ته په نژدې پرته یوه سیمه کې یې د دې ډلې اړوندې پټې شوې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړې دي.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکو د آزادۍ راډیو تاجکي څانګې ته ویلي، چې وژل شوي کسان، تروریستان نه، بلکې سوله ییز معترضان وو.
د دوی په وینا، د وژل شویو کسانو شمېر تر هغې اندازې چې چارواکي وايي څوڅلې زیات دی.
دوی ویلي دي، چې یوشمېر وژل شوي کسان څو ورځې مخکې د هغوی د خپلوانو له خوا خاورو ته سپارل شوي دي.
په دې لیرې پرته سیمه کې مخابراتي شبکې سم کار نه کوي نو ځکه دا ډېره ګرانه ده چې په خپلواک ډول دا ادعاوې تایید شي.