په هند کې خلکو پرون د رپ موسیقې د نوموتي سندرغاړي سیدهو موسې والا پر مړینې ویر وکړ.
۲۸ کلن موسې والا، چې په هند او د کاناډا او برتانیا په پنجابي ټولنو کې یې خورا زیات مینه وال درلودل، د یکشنبې په ورځ د مې په ۲۹ مه نېټه په پنجاب ایالت کې په خپل موټر کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو ووژل شو.
پولیس وايي چې نوموړی د جنايي بانډونو د سیالۍ په پایله کې وژل شوی او د وژنې مسوولیت یې هم یوه جنایتکار بانډ منلی دی.
وروستۍ سپرلۍ یا دې لاست رایډ The Last Ride د موسې والا د وروستۍ سندرې عنوان دی.
موسې والا د دې سندرې په یو برخه کې وايي د دې سړي له نوراني څېرې ښکاري چې ځوانیمرګ به شي.
البته دا شعر د امریکايي رپر توپاک شکور له یوې سندرې څخه په الهام ویل شوی دی.
توپاک شکور په ۱۹۹۶ کال کې د موسې والا په څېر خو په ۲۵ کلنۍ کې په خپل موټر کې په ډزو وژل شوی و.
د موسې والا د دې سندرې په ویډیويي کلېپ کې د جنایتکارو بانډونو تصویرونه او په نقاب پوښلي مخونه، تومانچې، مرمۍ او د جنازې موټر ښکاري.
د موسې والا وژنې د هند د پنجاب پر یوې ټولنیزې ستونزې چې د مخدرو موادو کاروبار دی رڼا واچوله.
دا ایالت له افغانستان او پاکستان څخه هندوستان ته د مخدرو موادو د قاچاق پر لاره پروت دی.
ډېری څارونکي په دې باور دي چې په پنجاب کې د جنايتکارو ډلو ترمنځ د تشدد او د غیرقانوني وسلو د کارولو د پېښو اصلي علت هم د مخدرو موادو قاچاق دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې په پنجاب ایالت کې ځینې فعالې جنایتکارې ډلې له سندرغاړو، د هغوی د خوندي کولو په بدل کې پیسې اخلي او حتی کله ناکله د موسیقۍ د تولید کمپنۍ پېري.
زرګونه کسان پرون د پنجاب ایالت موسا نومي کلي ته ورغلل او د موسې والا په ګلونو پوښل شوي مړي ته یې چې پر یوه ټراکتور لېږدول کېده درناوی وکړ.