کابل کې د پاکستان سفير افغان سوداګرو سره پر شته ستونزو خبرې کړي

کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان

د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر وايي د افغان سوداګرو پر ستونزو یې ورسره خبرې کړي.

منصور احمد خان پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، په کابل کې یې د سفارت په انګړ کې د افغانستان له تجارانو او د کار و بارونو له خاوندانو سره له پاکستان سره د سوداګرۍ، ټرانزیت او کار و بارونو په برخه کې پر پرتو ستونزو خبرې وکړې.

هغه نه دي ویلي چې په دې غونډه کې د طالبانو کوم رسمي استازي هم برخه درلوده او که نه.