د طالبانو د حکومت په منځګړيتوب د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ خبرو کې پرمختګ شوی

څه موده مخکې هم افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو اترو کوربه‌توب وکړ

راپورونه وايي چې په افغانستان کې د افغان طالبانو په منځګړيتوب د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

دواړو خواوو د اوربند پر دوام او د راتلونکې جون په نیمايي کې د خبرو د بل پړاو پر پیلولو سلا کړې ده.

د دوی وروستۍ خبرې د روانې اوونۍ په پای کې په کابل کې پای ته ورسېدې.