د طالبانو يو پلاوی له ايراني چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کوي

افغان کډوال

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستندوکونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني په مشرۍ یو پلاوی ایران ته ځي چې د افغان کډوالو او د دوو هېوادونو پر اړیکو له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د ایران د مهر نیمه دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي له خلیل الرحمان حقاني سره په کتنه کې وویل، چې په وروستیو کې ایران ته ډېر شمېر افغان کډوال ورغلي او پکار ده چې پر دې مسله دواړه خواوې همغږي وکړي.

د راپورونو له مخې، ایران له څو اوونیو راهیسې یوازې د نیمروز له لارې د ورځې تر ۳ زره پورې افغان پناه غوښتونکي په زور افغانستان ته ستنوي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ایران او طالبانو د پوله ساتو ترمنځ د کډوالو د تګ راتګ پر سر څو شخړې وشوې خو وروسته طالبانو ایراني لوري ته ژمنه ورکړه چې نور به افغان کډوال نه پرېږدي چې له افغانستان څخه په غیر قانوني لارو ایران ته واوړي.