طالبانو د تورخم له لارې پاکستان ته د سکرو صادرات بند کړي

ارشيف

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي چې نور د تورخم بندر له لارې پاکستان ته د سکرو صادراتو ته اجازه نه ورکوي.

په وروستیو کې له دې لارې پاکستان ته د سکرو صادرات په بې ساري ډول زیات شوي تر دې چې ځینې خلک شکایت کوي چې ټوله لار په سکرو بار لاریو او کانتینرونو نیولې ده.

د طالبانو د مالیې وزارت له پرونۍ خبرپاڼې سره سم، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د تورخم له لارې پاکستان ته تازه مېوه صادره شي او د خوسا کېدو مخه یې ونیول شي.

د طالبانو حکومت د سکرو صادروونکو ته ویلي چې سکاره د پکتیا، پکتیکا او خوست له لارو پاکستان ته یوسي.