طالبان: د بیزو تڼاکو مشکوکې پېښې منفي دي

د بیزو تڼاکې ناروغي یوه ساري ناروغي ده، چې په وروستیو ورځو کې په ۲۲ هېوادونو کې ۲۰۰ کسان پرې اخته شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د دوی ازمېښت وښوده چې د بیزو تڼاکو مشکوکې پېښې منفي وې.

د دغه وزارت ویاند جاوید هژیز ازدي راډیو ته وویل، اوس دوی ویلی شي، چې په افغانستان کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ هېڅ مورد نه شته.

هغه وویل: "کله چې د هغوی معاینات وشول، په یو شمېرو کې د چرکانو تڼاکې تشخیص شوې، چې د درملنې وړ ناروغي ده او امکانات یې هم لرو."

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي و، چې په کابل او نمیروز کې د بیزو تڼاکې مشکوک موارد ثبت شوي دي.

د بیزو تڼاکې ناروغي یوه ساري ناروغي ده، چې په وروستیو ورځو کې په ۲۲ هېوادونو کې ۲۰۰ کسان پرې اخته شوي دي.

د افغان – جاپان روغتون د ډاکترانو مشر او د ساري ناروغیو متخصص طارق احمد اکبري وايي، دا ویروس په ویروس ککړ شخص او یا حیوان نه له تنفسي لارو بل شخص ته انتقالېږي.

متخصص ډاکټران دا هم وايي، چې د دې ناروغیو علایم د عضلاتو درد، سر خوږی او بې حالي ده.