برازیل کې د ځمکې ښویېدو له کبله د مړو شمېر ۸۴ کسانو ته ورسېد

ارشیف

د برازیل په شمال ختیځ کې تر درنو اورښتونو وروسته د ځمکې ښویېدو له کبله د مړو شمېر ۸۴ ته ورسېد.

د برازیل د پرنامبوکو والي پاولو کامارا پرون یکشنبه ویلي وو، د پېښې په لومړیو ساعتونو کې به د بېړنیو مرستو رسول سخت کار وي.

والي ویلي، له نورو چارواکو سره یې پر دې خبرې کړي، چې د طبیعي افت له کبله له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې لپاره یو کاري پلان برابر کړي.

د پرنامبوکو ایالت په مرکز او ۱۴ نورو سیمو کې اضطراري حالت اعلان شوی دی.