د نیپال د ملکي هوايي چلند ادارې چارواکو نن دوشنبه ویلي، پر یوه غرنۍ سیمه د یوې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې تر اوسه د ۱۴ کسانو مړي موندل شوي دي.
د پېښې پر مهال، په دې کوچنۍ الوتکه کې د چارواکو په خبره ۲۲ کسان موجود وو.
د نیپال د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند دیو چاندرا لال کارن ویلي، د نورو کسانو په موندلو پسې عملیات روان دي.
چارواکو ویلي، هوا ډېره خرابه ده، چې د پېښې ساحې ته الوتنې ناممکنې دي.
ویل شوي پېښه چې د علت په باب یې لا څه نه دي ویل شوي، پرون شوې ده.