روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی

اوکراین کې د روسي ځواکونو له لوري د توغندیو توغولو وروسته د سیمې یوه صحنه

روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی، ستراتیژیکو ښارګوټو او ښارونو ته یې ځان نږدې کړی او پر خارکیف توغندي ولي.

دا وروسته له هغې چې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د لومړي وار لپاره شمال ختیځ ښار خارکیف ته سفر وکړ.

راپورونه وايي، روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې پر سیورو-دونیڅک او لیسيچانسک خپل فشارونه وروسته له هغې زیات کړل، چې د لېمان په نوم د یوه ښار د نیولو ادعا یې وکړه.

د اوکراین مدافعان وايي، په دغو ستراتیژیکو سیمو کې تر سختو شرایطو لاندې مقاومت کوي.