د خوړو نړیوال پروګرام په نیمروز کې پر اړمنو کورنیو مرستې ویشلي

ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام پرون په نیمروز ولایت کې پر ۲۱۰۰ اړمنو کورنیو مرستې وویشلې.

د نیمروز د کډوالو چارو رئیس صدیق الله نصرت ازادي راډیو ته وویل، چې د خوړو نړیوال پروګرام مرستې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په همکارۍ پر اړو کورنیو ووېشل شوې.

هغه زیاته کړه، چې دغه کورنۍ لا له وړاندې لیست شوې وې.

په مرستو کې لومړني مواد او د ماشومانو خوراکي توکي شامل وو.