د ارزګان اوسېدونکي وايي، چې په دې ولایت کې د یو من غنمو بیه په څو ورځو کې له ۳۳۰ پاکستاني روپیو ۴۸۰ روپیو ته لوړه شوې ده.
د ارزګان ولایت اوسېدونکي د خوراکي موادو د بیو له لوړېدو په داسې مهال شکایت کوي چې د غنمو د حاصل وخت په رانږدې کېدو دی.
دوی وايي، چې د غنمو ترڅنګ د نورو اړتیا وړ شیانو بیې هم لوړې شوې دي.