ملګري ملتونه: د پاکستان نظام ته د ټي ټي پي ګواښ جدي دی

د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي

د ملګروملتو په یوه تازه راپور کې د پاکستان نظام ته د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ګواښ جدي بلل شوی دی.

دا راپور چې د ملګروملتو دامنیت شورا ډلې چمتو کړی، ویلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک، چې په افغانستان کې مېشت دی، زرګونه جنګیالي لري او د پاکستان د دولت پر ضد پر اوږدمهاله جګړې تمرکز لري.

د پاکستان حکومت په وروستیو کې د افغان طالبانو د حقاني شبکې په منځګړتوب له پاکستاني ططالبانو سره خبرې پیل کړي چې په نتیجه کې یې د اوربند موده غځول شوې ده.