ډبلیو ایچ او: نړۍ باید ژر تر ژره د بیزوچیچک د مخنیوي لپاره اقدام وکړي

د روغتیا د نړیوال سازمان یو مسوول وايي، که لازم اقدامات وشي ډېر احتمال شته چې دا ناروغي په اسانه کنټرول شي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او وايي، د نړۍ ټول هېوادونه باید ژر تر ژره د بیزوچیچک د مخنیوي لپاره اقدام وکړي او د خپلو واکسینونو په اړه معلومات له نورو سره شریک کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان له ساري ناروغیو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي د څانګې مسوول د نړیوالې روغتیا په کالنۍ غونډه کې وویل، که لازم اقدامات وشي ډېر احتمال شته چې دا ناروغي په اسانه کنټرول شي.

د بیزو چیچک ناروغي له کابو څلور لسیزو وروسته یو وار بیا په ۲۰۱۷ م کال د افریقا په مرکزي او لوېدیځو سیمو کې څرګنده شوه خو اوس د دې ناروغۍ پېښې په امریکا، کاناډا، استرالیا، اسراییل او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې هم ثبت شوي او تراوسه ټولټال ۳۰۰ تنه پرې اخته شوي دي.